استادشهسوار سنګروال
۳برخه
میرویس هوتک نه وروسته ،
سره د دې چې ده دوه زامن درلودل، یو يې محمود، چې ۱۸ کلن وه او بل یې حسین وه، چې عمریې د ۱۴ کالوپه شاوخواکې یقیني و، ولې بیا هم د یوې څلویښت کسیزې جرګې له خوا، چې د بیلابیلو قومونو استازو او خانانو ګډون کړی وه، ورور یې عبد العزیز خان د میرویس خان ځای ناستي وټاکل شو.
کروسنسکي د میر عبد العزیز خان نوم، میر عبد الله یاد کړیدی، او وایي چې «میرویس څخه وروسته ورور یې میر عبدالله د هغه پرځاې کیناست، ده جنګ او جګړه نه خوښووله ، افغانان یې راټول کړل، چې قزلباشانو سره روغه وکړي. میرویس خان له محمود سره مینه درلوده، د خپل وفات په مهال ده خپل ورور ته سپارښتنه وکړه چې هغه له ځانه بېل نه کړي …»[1]ملیسون، جان ملکم او سید جمال الدین افغاني هم د کروسنسکي د خبرو پخلی کړیدی اوهغه یې عبد الله بللي دی،ولې جهانګشای نادري مجموع التواریخ، اسلامي دایرة المعارف، روضة الصفاې ناصري، سلطان محمد، شیر محمد او یو شمېر نورو دی د میر عبد العزیز خان په نوم یاد کړیدی، نه د میر عبد الله په نوم.
یو شمېر تاریخپوهان انګېري، چې ده صفوي دربار ته لیک واستوه، چې که دی د کندهار د صوبدار په توګه ومني او دده په کور کې همدغه مقام میراثي کړي، صفویان به له دوی مالیه نه ټولوي او خپل پوځونه به نه لېږي ، نو دی به هیڅکله د صفویانو له امر نه سرغړونه ونه کړي.
لکه دمخه چې وویل شول محمود تر ډېره بریده له خپل اکا سره مل واو دغه لیک چې ده لیکلی ودده ګوتو ته ورسېد، نو له ډېرې غوسې یې توره راووېسته او هغه یې وواژه او بیا یې لیک خلکو ته ولوست او ورپسې، د پلار د وصیت له مخې د صفویانو پر وړاندې جهاد اعلان کړ.
افغانان له پارس نه تر هندوستانه نومې کتاب کی په دې اړه بیا داسې راغلي دي، چې میر عبد العزیز خان په دې اړه یوه جرګه راوبلله او ورته وې ویل:
«دوستانو موږ ډېره قرباني ورکړي ده، اوس له صفویانو سره روغې جوړې ته اړیتا ده، ښایي تاسو هم لما سره دا خبره ومنئ، چې نور باید د خپلو ځوانانو وینې توې نه کړو.»[2]
لیکوال په دې ټینګار کړی، چې لومړی خو جرګې دده دغه پریکړه ونه منله، نو بیا یې په پټه یو استازی صفوي دربار ته واستوو. دویمه خبره دا ده، چې دغه لیک میر محمود هوتک ته په لاس ورغی، چې میر عبد العزیز خان ، صفوي واکمن ته کښلی و، چې د هغه او نورو له غبرګون سره مخ شو.
غبار په دی اند دی، چې میر عبد العزیز خان د میرویس خان په پرتله د کفایت او سیاسي اهلیت څښتن نه وه، چې د حکومت چارې سمبال کړي . »
د میرویس خان خلاف په لومړی سر کې ابدالي مشران لکه د حیات سلطان زوی عبد الله خان او د دولت خان زوی زمان خان، له ده څخه خوابدي شول، له کندهاره ووتل، په فراه او هرات کې واړول.»[3] پوهاند حبیبي د میر عبدالعزیز د وژلو په تړاو د پټی خزاني له قوله لیکلي دي، چې په ۱۱۲۹ ه کال د شپې له خوا د نارنج له قصره له بامه خطا شو او ومړ.»[4]
کومه جرګه چې میر عبد العزیز خان رابللې وه، «د جرګې غړو د هغه خبرې واورېدې او په مشرانو ښې و نه لګېدې، نو ځکه دغو مشرانو د هوتکیانو تر واک لاندې سیموکې ، څلوېښت زرو په شاوخوا کې مشرانو او ځوانانو د میر محمود شا وتړله او دغه ۱۹ کلن (نولس) ځوان یې پاچا کړ.»[5]
د میرعبد العزیز پر وړاندې نه یوازې قومي مشران ودرېدل، بلکې د ده د کورنۍ ډېر نږدې غړي لکه دده وراره د یحیی خان زوې یار محمد خان، د هند سفیر دده ورور «انګو خان» او ان د ده ځوان زوې میر اشرف هوتک، دده له دغو کړو وړو خوابدي شول.
د همدې لاملونو له مخې د میرویس هوتک مشر زوې میر محمود هوتک د مشرانو له خوا، چې د میر عبد العزیز خان مشر زوې میر اشرف هوتک هم حاضر وه پاچا وټاکل شو.
شاه محمود هوتک
کروسنسکي شل (۲۰) کاله په ایران کې و، نو ځکه خو تریوه بریده د وخت د تاریخي پېښو عینی شاهد ګڼلی کېږي ده د میر محمود هوتک د ټاکنې په تړاو داسې کاږلي دي:
«د میر محمود تره، میر عبد الله (میر عبد العزیز خان، لیکوال) له عجمو سره (هغه وخت ایرانیان، عجمیان بلل کېدل، لیکوال) په روغه جوړه کې همغږی و، تره (کاکا) مې د خپل قوم سره خیانت او درغلي وکړله ، غوښتل یې زموږ ګریوان بیا دښمن ته په لاس کې ورکړي. کوم مکتوب چې ده پاچا ته لیکلی وه، هغه مې افغانانو ته ولوست ، افغانانو محمود سره مینه او محبت کاوه، هغه یې د پلار پر ځاې کښیناوه او هغه د لښکر د تنظیم په فکر کې شو.»[6]
د ملیسون د څرګندونو له مخې میر عبد العزیز خان د مارچ په میاشت کې (۱۷۱۶ ز کال) په کندهار کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې ، نو پر همدې بنسټ محمود ته په ۱۷۱۶ ز کال په کندهار کې د پاچاهۍ پګړۍ ورپه سر شوه او د پلار وصیت له مخې وپتیله چې د صفویانو سلطنت نسکور کړي.
ده د خپل پلار د سپارښتنی پخلی وکړ، د هغې سیاسي کمزورۍ له مخې چې صفوي دولت ورسره مخ وه، وپتیله چې د خپل ملي حکومت ستنې نه یوازې ټینګې کړي، بلکې هغه ته پراختیا او پرمختیا ورکړی.
ولې له بده مرغه چې ده د میرویس نیکه د وصیت هغې برخې ته پاملرنه ونه کړه، چې ورته سپارښتنه شوې و، د قومونو یووالي ته به ژمن پاتې کېږئ، خوبیاهم«هوتکي شاه محمود په داسې مهال کندهار کې واک ته ورسېد، چې په هرات کې خلکو د عبد الله خان ابدالي په مشرۍ پاڅون وکړ او د صفویانو واک ته یې د پاې ټکی کېښود.»[7]
که چېرې شاه محمود هوتک له ابدالي مشرانو سره، د میرویس هوتک په څېر ګډه ژبه پيدا کړې وی، ښایي د اصفهان په نیولو کې به دده ستونزې کمې شوې وی.
که هم دغه ټوله ملامتي یوازې شاه محمودهوتک پورې اړه نه درلوده ، بلکې دهرات ابدالیانو ته هم په کاروو،چې دملي یووالي په رڼا کې یوې ګډې پرېکړې ته رسيدلي وی .
هغه وخت چې دهرات ابدالیانودهرات شاو خوا سیمې دصفوي حکمران قلي خان له واکه ازادې کړې، نو بیا دعبد الله خان ابدالي زوې اسدالله خان دخپل واک اوځواک دپیاوړتیا او پراختیا لپاره فراه ته مخه کړه او شاه محمود هوتک هم (۱۷۱۹ ز کال) د یوه سخت غبرګون له مخی فراه تر ګواښ لاندې ونیو او په دلارام کې اسد الله ووژل شو.
دواړو ځوانو واکمنو اسد الله ابدالي او شاه محمود غلجي تېرې بد مرغۍ چې کله کله به یې قومي ناندرېیو ته لاره اواره کړله ، بیا راغبرګه کړه.
یو شمېر انګېرنې شتون لري، چې د «دلارام» جګړه دواړو غاړو ته خواشينوونکې وه او ان محمود هوتک په هغه کار ډېر پښیمانه و، چې د خپل تربره اسد الله خان ابدالي سر یې د شاه حسین صفوي د وېرولو لپاره د هغه دربار ته واستوو.
د سراولف کارو له څرګندونو څخه هم ښکاري، چې «یوه بله افغاني قبیله، ابدالیان نومېدل د ایرانیانو د مخ په ځوړه حالت څخه په ګټې اخستو سره د مشهد او هرات تر مینځ سیمو کې په فعالیت لاسپورې کړی وه …محمد زمان خان او حاجی جمال خان تر مشر تابه لاندې ابدالیانو هم مشهد له ایرانیانو څخه نیولی وو.»[8]
د سراولف کارو او کروسنسکي له څرګندونو څخه بريښي، دا چې هوتکیانو په هرات برید ونه کړ او شاه محمود هوتک د فراه او سیستان له لارې په کرمان ورغی، ښایي یو لامل همدا وي چې نه یې غوښتل له ابدالیانو سره په جګړه کې ښکیل شي او اصلی دښمن، صفوي واکمن ترې پاتې شي.
دلته دی چې کروسنسکي کاږي «د میر اسد الله سپاهیان د مرستې لپاره د محمود لښکر سره یو ځای شو او جنګي لیکې پیاوړې کړې. په لومړي سر کې د صفي قلیخان لښکر د جنګ تصمیم ونیو او حمله یې وکړه ، د قزلباشانو لښکر مات او ووژل شو ، افغانانو ددوئ لښکر او لوازم پخپله ولکه کړل او ډېر خوښ شول.»[9]
«افغانان له پارس نه تر هندوستانه «نومي کتاب کې هم د دې خبرې پخلی شوی دی چې:
« د یوې جګړې په ترڅ کې اسد الله خان ومړ، ولې بیا هم د محمد هوتک په څېرمشرانوکوښښ کاوه چې د ابدالیانو او غلجیانو تر مینځ یووالی ټینګ کړي. نو ځکه خو دوۍ د فراه له جګړې وروسته ډېر ژر بېرته کندهار ته ستانه شول، که څه هم یوشمېرتاریخپوهان په دې فکر دي،چې محمود د پلار په څېر د تجربې څښتن نه و او دا ځکه چې په تنکۍ ځوانۍ کې واک ته رسیدلی وه.»[10]
شاه محمود هوتک چې په کندهار کې کوم پیاوړی لښکر جګړې ته چمتو کړی وه، چې ایران لاندې کړي، سیستان کې په دې غور کوه، چې له کومې لارې اصفهان ته ځان ورسوي؟ که څه هم ده له مخه یو لیک صفوي شاه حسین ته استولی وه، که چېرې صفوي جنګیالي له خراسانه په هرات برید وکړي، نو موږ به له کندهاره خپل ځواکونه هغه لور ته وخوځوو.
په ۱۷۲۰ ز کال لکه د یوې اسماني تحفې په څېر، چې دغه مهال محمود هوتک په سیستان کې وه، چې د کرمان د خلکو بلنه یې ترلاسه کړه، چې دوۍ د بلوڅانو د مشر «شهداد» له ګواښ او لوټ نه وژغوري. په دې تړاو سلطان محمد خان بارکزی پخپل ګټور اثر په «تاریخ سلطاني» کې د دې خبرې پخلی کړي او داسې یې کښلي دي:
«بلوڅانو د اصفهان د مرکزي حکومت د کمزورۍ له امله وپتیله، چې کرمان لاندې کړي، نو خلکو فکر وکړ، چې اصفهان نشي کولی دوئ د بلوڅو له یرغل نه وژغوري، نو بیا یې محمود ته بلنه ورکړه، چې دغه وخت په فراه کې وه، کرمان ته راشي او دوئ د بلوڅانو له شره وژغوري.»[11]
د شاه محمود هوتک ځواکونه په ډېرې اسانۍ کرمان ته ورسېدل او هغه ښار یې کلابند کړ، ولې بیا هم د مشهد نامتو سردار لطف علي خان له یو شمېر جنګیالېیو سره سیمې ته راورسېد ل او دا هغه مهال دی، چې د محمود هوتک یو نامتو سردار سلطان بیجن لکزي فراهي، چې دی یې د کندهار والي ټاکلی وه، د یوه زنداني په مرسته چې ملک جعفر سیستاني نومېده اړودوړ او شورش وکړ، د کندهار د کلا ساتوونکي یې ووژل.
کله چې شاه محمود هوتک خبر شو ډېر ژر له کرمان نه مخ په کندهار راوخوځېد، خو پخوا تر دې چې محمود کندهار ته ورسېږي، د کندهار ولسونه د هغوئ پر ضد پاڅېدل او د «تاریخ جهانکشای نادری» په قول «افغانان چې کله خبر شول کلا ته ننوتل.»
سلطان بیجن لکزي او ملک جعفر سیستاني یې ونیول او د قلات له فارسي ژبو سره یو ځاې یې ووژل، محمود هوتک د پېښی له خبرېدو سره سم د کندهار په لور حرکت وکړ.»[12]
په دغه وخت کې د اصفهان حکومت له ډېرو بیلابیلو ستونزو سره لاس و ګریوان وو، لومړی پخپله د صفوي شاه حسین اداره په اخلاقي فساد کې ډوبه وه، دویم په شیراز کې د «لزکي» وګړو پاڅون او همدا ډول د کردانو او په سر کې د بلوڅانو پاڅون، چې په ۱۷۲۱ ز کال يې د عباس بندر لاندې کړ.
له دې پرته د «بحرین» استازي د اصفهان واکمنو ته خبر ورکړ، چې د «مسقط» امام یانې د مسقط پاچا د بحرین ټاپو له موږه ونیوله، اوس یې لاس راغوځولی، چې د عباس بندر ولکه کړي.
«ایران د بېرون نه د یوه سر پټي دیګ په څېر ښکارېده، ولې کله به چې چا د دیګ مینځته سر ښکاره کړ، نو بیا به سړی پوه شو چې دیګ کې دننه څه دي؟»[13]
ولې دا چې په اصفهان کې دننه څه دي؟ په دې شاه محمود هوتک ډېر ښه خبر و، نو ځکه خو یې پریکړه وکړه، چې په صفوی شاه حسین برید ته چمتو والی ونیسي.
صفوي واکمن په دغه مهال له دوه سترو ګواښونو سره مخ وه، له یوې خوا د هوتکیانو برید او له بلې خوا د عباس بندر ته پېښ شوی ګواښ. نو ځکه خو صفویانو له پرتګال نه یوه بېړۍ په کرایه ونیوله او بیا یې وغوښتل چې شاوخوا پنځوس زره قزلباشان هغه بندر ته واستوي. خو د کرایه د نه ورکړي له امله پوځونه په نیمه لار کې پاتې شول.
شاه محمود هوتک د اصفهان په لور
لکه چې وویل شول عبد الله خان ابدالي د هرات د خلکو په ملاتړ، د ایران د حکومت واک او ځواک له مینځه یووړ او د خپلواکۍ اعلان یې وکړ.
کله چې صفوي دولت خبر شو، چې شاه محمود هوتک غواړي په اصفهان یرغل وکړي، نو صفوي پاچا شاه حسین او درباریانو یې فکر وکړ، چې ګنې محمود هوتک غواړي د کسات او انتقام لپاره د ابدالیانو د ځپلو په موخه لومړی هرات ته لاړ شي ، نو ځکه خو دوئ په دې اند وو، چې شاه محمود هوتک د ابدالیانو او صفویانو ګډ دښمن دی، خپل ځواکونه او جنګیالي یې هرات لور ته وخوځول.
ولې محمود برخلاف په ۱۷۲۲ کال د جنوري په میاشت کې د دویم ځل لپاره، چې د لومړي ځل په پرتله ځواکمن و، بیا مخ په کرمان وخوځېد.
له ده سره لس زره (۱۰۰۰۰) پښتانه جنګیالي او اته زره (۸۰۰۰) تاجک، ازبک، هزاره او نور ځواکونه مل وو
(غبار دغه شمېره ۲۸ زره یاده کړېده) اومحمود هوتک د تېر په څېر فکر کاوه، چې د کرمان وګړي به له ده نه بیا ملاتړ وکړي، ولې هغو ده ته اجازه ورنکړه، چې ښار ته ننووځي. یو شمېر ایراني تاریخپوهان پدې اند دي دا ځکه چې «لطف علی خان» د پخوا په پرتله ځواکمن شوی وو.
سید مهدي فرخ، په تاریخ سیاسي افغانستان کې ، له ډېره شرمه د شاه محمود هوتک او شاه اشرف هوتک یادونه هم نه ده کړې او لیکلي یې دي، چې «له نادر افشار نه دمخه لویدیځ افغانستان تل د ایران برخه وه.»[14] ولې نادر افشار یادوي خو د هوتکیانو د واک او ځواک یادونه نکوي لکه «لکهارت» چې د هغو ایراني تاریخپوهانو په ځواب کې کاږلي دي، چې ګواکې د قزلباشانو مشر لطف علي خان داغستاني د محمود پر وړاندې د جګړې لپاره کرمان ته لاړ او محمود ته یې ماتې ورکړه ، لکهارت ټینګار کوي دا خبره یوازې د لطف علي خان لاپي او باټی ګڼلی شو. په مجمع التواریخ کې هم دده د لاپو او د دې خبرې پخلی شوي دي، چې نوموړی «هغه څوک وه چې په بې تدبیري، غرور او غوسه کې نوم درلود.»[15]
ولې کروسنسکي ویلې دي، چې «کرمان د بېرته نیولو وروسته لطف علي خان د لښکر لپاره خرڅ وغوښت، د کرمان فتحه او د افغانانو ماتې ځنې چارواکو ته د توقع خلاف وه، په دې یې خپله کینه وښوده او د لطف علي د غوښتنې په جواب کې بې پروایي وکړه .»[16]
ولې دا چې شاه محمود هوتک کرمان لاندې کړ یو ستر لامل یې دا هم وو، چې کوم زردشتي وګړي، چې په کرمان کې اوسېدل، د صفویانو د مذهبي تاوتریخوالي نه په تنګ راغلي وو، د محمود هر کلی وکړاو په دې اړه یوه برتانوي سوداګر «جي هانوې» چې شاوخواهغه وخت په اصفهان کې وه داسې کښلي دي:
«زرتشتانو د صفوي دولت د مذهبي سخت ګيرېيو له امله له محمود هوتک سره دشتو او پيسو مرسته وکړه.»[17]
کله چې محمود هوتک کرمان ونیو پرته له ځنډه مخ په اصفهان وخوځېد.
غبار هم د دې خبرې پخلی کړیدی او په دې اند دی چې محمود «د بم او کرمان له نیولو وروسته د اصفهان په لور حرکت وکړ او څرنګه چې د ایران ملت د صفویانو له ظلم نه په تنګ راغلي وو، هیڅ چا د دولت ملاتړ ونه کړ او د هېواد نامتو کسان لکه فتح علي خان او لطف علي خان یا خو یې ړانده کړي ول او یا یې زندان ته ټیل وهلي وو، په داسې حال کې چې د هېواد په پلازمېنې کې شپېته زره (۶۰۰۰۰) عسکرو له یوې منظمې توپ خاني سره شتون درلود، د سولې وړاندیز وکړ.»[18] صفوي شاه حسین دي پریکړي ته رسیدلی و، چې شاه محمود په دوی برید نه کوي او غواړي چې دهرات ابدالیان وځپي او له بده مرغه، چې د هرات ابدالی ټبر هغسې هم خپل مینځي ستونزې درلودلې.
یوه ډله ابدالیان د عبد الله خان په مشرۍ او بله ډله هم ددولت خان د زوې محمد زمان خان تر شاه ولاړه وه او پخپلو کې د تر بګنۍ ناندرۍ وهلې.
شاه محمود هوتک د یوې جګړې په ترڅ کې چې د جنوري میاشت وه د کرمان قومندان «رستم» وواژه او مخ په اصفهان روان شو.
کروسنسکي وایي، چې ما له «عبد الله خان افغان (ایشک اکاسي) څخه پوښتنه وکړه، چې د افغان پوځ شمېر به څومره یې؟ ده راته وویل: «د شاه محمود هوتک په پوځ کې ۱۳ زره پښتانه ۸ زره هزاره ګان او څلور (۴۰۰۰) زره بلوڅان، چې د ټولو افغانانو شمېر «۲۵» زرو ته رسېږي.
افغان ځواکونه ډېر تم نشول د «یزد» له کلا بندۍ لاس واخست د مارچ په لومړۍ نېټه (۱۷۲۲ ز کال) د هېواد د پلازمینې اصفهان شاوخوا په شل (۲۰) کیلو متري کې «ګلناباد» ته ورسېدل.
له یوې خوا د شاه محمود هوتک بیساری جرات و، چې په پياوړي دریځ يې دښمن تر ګواښ لاندې ونیو او له بلې خوا د صفوي دولت خپل مینځيناخوالې او نا یووالی وو، چې د «محمد قلي خان» پلویانو په جګړې ځکه ټیګار نه کاوه، چې پخپل پوځ یې باور نه درلود او د هغوئ جګړه ییزه وړتیا یې د پام وړ نه ګڼله او په دې اند ول، چې باید له ګاونډیانو پوځي مرسته ترلاسه کړي.
ولې د خوزستان والي عبد الله خان په دې ټینګار کاوه چې باید د جګړې له لارې صفوي حکومت د افغانانو د پرمختګ مخه ډب کړي.
خو د هېواد صدر اعظم محمد قلي خان، شاه محمود هوتک ته د اوه دېرش زرو (۳۷۰۰۰) طلایې سیکو او شپږ زره بدري سپین زرو وړاندیز وکړ، ولې هغه ونه منله او ټینګار یې وکړ، چې لومړی باید د خراسان ولایت، چې دمخه د افغانستان د هېواد برخه وه، بیرته پرېږدی ، دویم باید د سلطنتي کورنۍ څخه یوه پېغله له «۱۲۵» زرو سرو زرو جهیز سره په نکاح کړي.
د دغه وړاندیز په اړه د صفوي دولت درباریان وېشلي ول او پخپله صفوي شاه حسین خپل ثبات له لاسه ورکړي و او د کروسنسکي د څرګندونو پر بنسټ پاچا «اعتماد الدوله» راووست، غوښتل یې، چې سر یې پرې کړي، خو ملا باشي او حکیم باشي عرض وکړ، چې سر یې مه پرېکوئ او د سترګو په ویستلو یې باید بسنه وشي .
همدارنګه لطف علي خان یې له شیراز څخه راووغوښت او زندان ته واچول شو. (وګورئ ۷۲-۷۳ مخونه) ډېرې داسې بېلګې وې، چې یو شمېر داسې کسانو ته لکه اعتماد الدوله توطېې جوړې شوې او د پښو قرباني شول.
یوه ورځ اعتماد الدوله د پاچا دربار ته راوبلل شو، چې له خپل دریځ نه دفاع وکړي. نوموړی د خپلو خدمتو یادونه وکړه او د خلکو له تاوده هرکلي سره دومره مخ شو، چې ان صفوي شاه حسین له سترګو اوښکې وبهېدي.
پاچا دومره تر اغیز لاندې راغی، چې خپل مشر زوې محمد میرزا ته سپارښتنه وکړه، چې د وطن د دفاع په خاطر له حرمسراې راووځي ، خوهماغه ملا باشي مخالفت وکړ، ورپسې یې دویم زوې صفي میرزا له حرمسرای نه بېرون کړ، خو هغه هم یو شمېر درباریانو ونه مانه او بیا یې خپل دریم زوی طهماسب میرزا د اصفهان نه دفاع په خاطر د جګړې ډګر ته ولېږه، چې د شاه محمود هوتک پر وړاندې وجنګېږي، ولې وسه یې ونه رسېده له زرو (۱۰۰۰) تنو سورو سرتېرو سره «کاشان» ته وتښتېد.
تاریخپوه غبار په دې اند دی، چې عبد الله خوزستان، چې تل یې په جګړې ټینګار کاوه، له پنځوس (۵۰) زره جنګیالیو سره چې ۲۴ درانه توپونه یې هم ورسره وو د جګړې لپاره د اصفهان له ښاره ووت او دغه جګړه دومره خونړۍ وه، چې د هغو درنو توپونو، افغان جنګیالېیو ته د سر او مال درانه زیانونه واړول…
ولې افغانانو یوازې د تورو په پړاکا د هغو پر وړاندې مقاومت کاوه او د صفوي ځواکونو توپ خانه یې د سر په وینو لاندې کړه، چې بیا یې د درنو او سپکو توپونو ( زنبورک) لورې دښمن لور ته واړوه او دلسګونو زرو په شاوخوا کې صفوي جنګیالي ووژل.»[19]
د شاه حسین درباریانو او پوځونو خپله جګړه ییزه روحیه له لاسه ورکړې وه ، سره د دې چې عبد الله خوزستان د پاچا ډېر باوری کس و، ولې کوم کار چې ده وکړ داسې انګېرنې را پورته شوې چې ده هم پاچا سره کومه رښتنې خواخوږي ونه ښوده.
دا ځکه چې له دومره ستر ځواک سره یې ولې ماته وخوړه؟ حال دا چې فرانسوي څېړونکی او لرغونپوه «مادام ژان دیولافوا» چې په ۱۸۸۱ ز کال د هغه هېواد لرغونیو ماڼيو د څېړنې په موخه تللی و، ده کاږلي دي، چې د افغانانو د یرغل په مهال، چې د صفوي پوځيانو شمېر شپېته (۶۰) زرو ته رسېده، زعرې او وسلې یې هم درلودلی د شل (۲۰) زره افغان جنګیالیو له خوا یې ماته وخوړه.»[20]
د ګلنابا د جګړه چې د مارچ په ۸ مه ولې ځنې وایي، ۷ مه (۱۷۲۲ ز) نېټه ښیي د ورځې ناوخته پېښه شوه، له یوې خوا صفوي ځواکونه منظم نه وه، نظم او پوځي ډسپلین یې له لاسه ورکړی وو او له بلې خوا د افغان جنګیالیو پياوړې جګړه ییزه روحیه وه او په تیره بیا، کله چې د جګړې ډګر ته افغان ځواکونه نږدې شول، شاه محمود هوتک له خپلو جنګیالیو سره ولیدل او له اوره ډکه پاروونکې وینا وکړه، وې وېل، زما سرتېرو اتلانو د صفویانو ټول شته تاسو پورې اړه لري، د زمریانو غوندې زړور اوسئ او پام چې نا غېړي ونه کړئ، کنه په سوځنده او وچو دښتو کې به ساه ورکړئ.
دده له متحد پوځ سره مل زرتشتي جنګیالي یې هم وهڅول او ورته ټینګار وکړ، که صفویان بریالي شول تاسو به هر یو له تېغه تېر کړي. بیا نو د زرتشتیانو مشر نصر له کیڼ لورې او د امان لله خان په قومانده افغان پوځ له ښي لوري، په داسې حال کې، چې شاه محمود هوتک د دواړو ځواکمنو جنګیالیو په مینځ کې روان وه، په سیال لوري برید وکړ.
جګړه د مارچ په اتمې (۸) د مازدیګر په ۴ څلورو بجو پيل شوه او پنځه ساعته یې دوام وکړ، چې په پاې کې دغه خونړۍ جګړه د افغان ځواکونو په ګټه د شپی ۹ بجې پایته ورسېده.
لکهارت په دې فکر دی، چې په دغه جګړه کې افغانانو ته درنه مرګ ژوبله واووښته، خو «د صفویانو د تلفاتو شمېر د ۵-۶ زرو شاوخوا ته رسېده، حال دا چې د افغانانو مرګ ژوبله د هغوئ په پرتله یو په لس وه»[21] چې د اهرچاته د مبالغې وړ ده !؟
هانوي هم د صفویانو او افغانانو د جګړې پخلی کړیدی او انګېري، چې صفوي ځواک نوی له پلازمېنې بهر شوی وه، په داسې حال کې، چې ښکلی پوځي یونیفورم، زړه راښکونکی جامې او وسلې، چې په طلایي جواهرو پوښل شوې وې، ښکلې او نازکه پوځي خېمې او په ټوله کې لکه یوې نندارې ته چې ځي، نه یوې جګړې ته … بل لور ته یې داسې جنګیالیو شتون درلود، چې د لمر سوه ځونکې تودوخې مخونه ورته سوه ځولي وو، شلېدلې جامې په تن وې چې د سفر په اوږدو کې خیرنې شوې هم وي ، د جګړې ډګر ته راووتل او یوازې د تورو پړقایې تر سترګو کېده اوبس»[22]
د شاه محمود هوتک د بریالیتوب د لاملونو په لړ کې یو هم دا وو چې میرویس نیکه ورته هغه ټولې کیسې کړې وي، چې په صفوي دربار کې څه تېریدل؟ له ټولنیز او اخلاقي فساد نه نیولې تر سیاسي او پوځي ناندرېیو پورې …د جګړې په ډګر کې هم چې محمود په یوه سلطنتي باغ او ماڼۍ کې د فرح اباد په نوم چې اصفهان ته په پنځه (۵) کیلو متري کې پرته وه، ځاې پر ځاې وو.
لاکهارت د تېرو خبرو د پخلي په ترڅ کې دا هم زیاته کړېده، چې د دې سیمې اوسیدونکي ارمنیان ول، افغانانو له دوئ څخه وسلې او پيسې راټولې کړې او ان پنځوس (۵۰) نجونې هم له ځان سره راوستې وې، خو کله چې شاه محمود هوتک خبر شو، نجونې يې بېرته خوشې کړې، ولې ارمنیانو ته ګواښ وشو، چې اویا (۷۰) زره تومنه مالیه به ګالي.»[23]
په داسې حال کې چې دولت پلازاومرکز د اصفهان ښاریان کلابند وو، هیچا او ان د شاه حسین ولیعهد زوې طهماسب هم ورسره مرسته نشوه کولی ،چېدغه مهال د ښار د اوسیدونکو کورنیو شمېر شپېته (۶۰) زره شاوخوا ته رسېده، چې وګړي د شپږو لکو په شاوخوا کې اټکلیده.
یوه هالینډي شرکت د مارچ په لسمې (۱۰) نېټې (۱۷۲۲ ز) دیوه پیغام په ترڅ کې د انګریزانو د مرستی خبره کړېده چې د صفوي پوځونو د کمزورتیا پخلی کوي: «باوري سرچنو موږ ته خبر راکړ، چې «منشي الممالک» انګریزانو ته ووېل، اوس هغه مهال راغلی دی، چې تاسو شاه حسین صفوي ته خپله دوستي ثابته کړي …
انګریز استازي په ځواب کې ورته ووېل، په دې مهال ورته خپله دوستي نشي ثابتولی، ځکه چې دوئ له خپل استوګنځای دفاع نشی کولی، نو د هغه پوځ پر وړاندې به څرنګه ودریږي؟ حال دا چې هغو د ایران دوه څلویښت (۴۲) زره کسیز پوځ په ګونډو کړ .
مازدیګر مهال و، چې «قورچي باشي» او «ایشک اقاسي باشی هم ښار ته راتښتېدلی وو، نو ځکه هغه ټولې اوازې دروغ وختلی، چې «قللر اقاسي» لا اوس هم د افغان ځواکونو پر وړاندې په جګړه بوخت دی.»
د شاه محمود هوتک جنګیالیو نه یوازې ښار کلا بند کړی وه، بلکې د «عباس پله» په نیولو یې په ښار اذوقه او د خواړو لاره هم بنده کړه ، د ولږې ګواښ دومره بګنوونکی و، چې ښاریانو د خرو، سپیو او پشکو غوښې وخوړلې او ان تر دې چې یو شمېر قصابانو د انسانانو غوښې خرڅولې.
په «عبرت نامه» نومې اثر کې ددې خبرې پخلی هم شویدی، چې «داسې کورنۍ لا هم تر سترګو شویدي، چې د خپلې کورنۍ سره یو ځاې ټولو زهر وخوړل او په ګډه ځاې پر ځاې مړه شول.»[24]
صفوي شاه حسین ته بله کومه هیله نه وه پاتې، جلفایې هم له لاسه وتلې وه ، نو پریکړه یې وکړه، چې خلکو او په ځانګړي ډول خپلو سردارانو ته ووایي، چې علیمردان هم ماته وخوړه، د بني اصفهان جګړې هم قطعی بری تر لاسه نه کړ، دولس واره دواړو غاړو جګړه وکړه، ولې قزلباشان یو د بل پسې ماتې سره مخ شول .
نوموړی هغه کیسه هم وکړه، چې غلامانو ورته ووېل، موږ له ولږي سره مخ یو، دا چې له ولږي مړه کېږو، ښه به وي، چې له افغانانو سره په جګړه کې په ډله ییزه توګه ومرو، په داسې حال کې، چې غلامانو په چيغو چيغو ژړل او زه ورته ولاړوم. »
پاچا ته هغه شېبې هم وریادې وې، چې د خلکو له خوا شاهي ماڼۍ په ډبرو ووېشتل شوه، دوئ د هغوئ پر مخ دروازې وتړلې او په پاې کې د حرمسرای خواجه ګانو توپونه له ساچمو ډک کړل او هغوئ تر اور لاندې ونیول.
سردارانو او په سر کې پاچا ته دا هم خواشینوونکی وه چې «خان حویزه ، د احمد اقا »نه ملاتړ ونشو کړی ، د ولږي او تندې غمیزه خو هر درباري ته څرګنده وه.
کروسنسکي په دې اړه یوه کیسه کړې چې، «یوه ورځ د فرانسوي ایلچی» له کوره راووتم او د انګریزي «بالیوز» کور ته لاړم، د هغه کور مخته مې یوه ښځه ولیده، چې پيشو یې حلالوله، پېشو ورپورې نښتی وه او د هغې لاس یې شوکارې کړی او زخمي کړی و ، ما له ښځې سره مرسته وکړه، پشي مې ورته حلاله کړه څلور میاشتې خلکو د انسانانو د غوښو په خوړلو تېرې کړې او څو تنه قصابان په دې کار اخته وه ، په بازار کې یو تازه مړی ولیدل شو، چې ورنونه ترې پریکړل شوې وو…»[25]
په داسې حال کې، چې د اصفهان کلابندي تر اتو (۸) میاشتو ورسېده، ولې صفوي جنګیالیو وس ونه موند، دغه کلابندي، چې د شاه محمود هوتک ځواکونو له خوا شوی وه ماته کړي او محمود سیستاني چې غوښتل مرسته وکړي د هغه مخه هم ډب شوه.
نو ځکه خو د ولږې کچه تر دې ورسیده، چې خلک د ونو پوټکي، بوټی او واښه وجوشوي او بیا پری ځان ژوندی وساتي.
صفوي شاه حسین چې په بشپړه توګه خپله روحیه له لاسه ورکړي وه او هیڅ هیله ورته نه وه پاتې، نو وپتېله، چې وروسته له اته میاشتو کلابندي د اکتوبر په یوویشتمه (۲۱) نېټه (۱۷۲۲ ز) له ټولو درباریانو، چارواکو او سردارانو سره، له ښاره بېرون شي اوهغه ووچې بیا د فرح اباد ماڼۍ ته لاړ، چېرته چې شاه محمود هوتک اوسېده.
د «هانوي» د روایت له مخې هغه مهال چې صفوي شاه حسین مخامخ شاه محمود هوتک ته ودرېد خپل سلطنتي تاج له سره کوز کړ او بیا یې د شاه محممود هوتک په سر کېښود او ورته وې وېل د ایران سلطنت دی تاسو ته مبارک وي. نوموړي له دې پرته خپله لور هم د فرح اباد په ماڼۍ کې افغان ټولواک شاه محمود هوتک ته، چې دواړه غاړې سرداران او درباریان حاضر وه په نکاح کړه، خو که دغه کار په لومړي سر کې شوی وی دومره ناخوالي به نه وې زیږیدلي.
په عبرت نامه کې راغلي دي، چې دغه دوه ویشت (۲۲) کلن ځوان چې د اصفهان په تخت کیناست د سلطنت کولو اوږده تجربه یې نه درلودله، خو بیا هم دی یو پاک او سپېڅلی انسان و، د سلطنتي دب دبې پروا یې نه ساتله، ساده خواړه به یې خوړل، ساده جامې به یې اغوستې، عیاش او بېباکه انسان نه و، شراب یې نه خوړل، چېرته به چې خوب پرې غلبه وکړه همالته به یې ډډه ولګوله ، په یوه کمیس کې ګرځېده اوتل به د لښکر په مخکې روان و…»[26]
میرمحمود د اصفهان په تخت کیناست
دې کې شک نه وو، چې محمود ساده ژوند درلود، عیاشي او بېباکي سره روږدی نه و، د سلطنت اوږده تجربه یې نه درلوده، ولې یو مودب او سپېڅلی انسان و او هغه مهال، چې دی له صفوي شاه حسین سره، چې دده د عمر نه ډېره موده یانې د دېرشو (۳۰) کالو په شاوخوا کې سلطنت کړې و، مخامخ شو ، د خبرو په ترڅ کې هغه ته د پلار خطاب وکړ او په ډېر درناوي یې ورته ووېل، د سلطنت دب دبه تاج و تخت او په ټوله کې د نړۍ شان و شوکت تل بېوفاوي او له هیچا سره تر پایه نه پالي ، خوزه به د سلطنت ټولې چاري ستا په سلا او مشوره سر ته رسووم .
بیا میر محمود د یوه ځانګړي پوځي پریټ له مخې چې افغانان اوصفوی مشران ورسره وو، لکه صفوي شاه حسین او د هغه صدراعظم سلطان محمد قلي خان، افغان قاضي قضات ملا زعفران او نور چې د دوی په بدرکه روان وو شاهي ماڼۍ ته ورسیدل او د ایران د سلطنت په تخت کیناست ، نوبیایې ټولو درباریانو ته داسې سپارښتنه وکړه:
۱ـ ټولې لارې پرانیزي او دومره غله دانه ښار ته راولېږدوي چې د اصفهان خلک د خواړود نه شتون له ګواښ نه وژغوري. بیا یې خپلو پوځونو ته سپارښتنه وکړه، چې د اصفهان له خلکو سره مرسته وکړي. چې خپل مړي ښخ کړي.
۲- کوم قزلباشان سرتېري، چې د جګړې په ترڅ کې وژل شوي وه، د یو شمېر انګېرنو پر بنسټ چې شل زرو شاوخوا کسانو ته رسیدل، د دې لپاره چې ښاریان له کومې اوبا او ناروغۍ سره مخ نشي لښکر ته امر وکړ. دغه مړي باید له ښاره لرې له اسلامي شریعت سره سم خاورو ته وسپارل شي.
۳- یوه پلاوي ته یې امر وکړ، چې د اصفهان ټولې خزاني له چور او لوټ نه وژغوري او بیا یې پریکړه وکړه چې سلطنتي حرمسرای پخپله وګوري .
د کروسنسکی د څرګندونو له مخې محمود د شاهي جامو پرځاې خپلې ویرجنې جامې پر تن کړې او د حرم سرای له مېشتو نر و ښځو، له میرانو او نوکرانو سره یې یو ځاې ژړل او د هغوئ ستونزې اورېدي.
۴- محمود چې دغه ستره غمیزه ولیده، که له یوې خوا یې د دغو ناخوالو پړه د اصفهان په شهزادګانو اچوله، چې دا د دوئ بېباکي او عیاشي وه چې نن دغه خلک له دا ډول بدمرغي سره مخ دي، خو له بلې خوا یې د دغو وینو تویونو په تړاو د ځان او خپلو جنرالانو پړه هم نه هېروله.
۵- محمود خپلو ټولو ځواکونو ته سپارښتنه وکړه، چې له یوې خوا د حکومت چارې د هېواد پلازمېنې اصفهان نه، ختیځ او سهل ختیځ ته پراخې کړي او له بلې خوا یې خپلو ځواکونو ته هدایت وکړ، چې باید د هیچا سر او مال ته زیان ونه رسیږي.
په دغه وخت ،دی له دوه ګواښونو سره مخ وه، یو دا چې عثماني ترکېې او روسانو د افغانانو دغه پرمختګ د ځان لپاره ګواښ ګاڼه او له بلی خوا د صفوي شاه حسین زوې طهماسب چې کله خبر شو، د هېواد پلازمېنې اصفهان سکوت کړې وونو بیا یې د ایران شمال او شمال لویدیځ ته مخه کړه ، په داسې حال کې چې په «قزوین» کې د سلطنت اعلان کړی واو هلته روسي او عثماني ترکیې له ده څخه ملاتړ وکړ، محمود ته د انديښنې وړ وګرځېد.
۶- د اصفهان اداري چارې همغو مامورینو ته وسپارلې، چې دمخه یې همالته دنده درلوده او خپل تره زوی شاه اشرف یې دېته وګوماره چې د صفوي شاه حسین زوی طهماسب وڅاری ، بیا یې خپل ورور میر شاه حسین هوتک کندهار ته واستوه، چې د کندهار چارې سمبال کړي، دا ځکه چې میر شاه محمود هوتک غوره وګڼله چې د سلطنت چارې د خپل سلطنت له پلاز اصفهان نه اداره کړي.
۷- «کله چې شاه محمود هوتک د اصفهان په تخت کیناست، بیا یې له یو شمېر بهرنیو دېپلوماتانو سره ولیدل، چې موږ په دغه ترڅ کې د فرانسې «ژوزف» یادوو، چې شهینشاه میر محمود هوتک هغه ته ډاډ ورکړ، چې د هغه هېواد ګټی به ساتي.»[27]
۸- افغان محمود په دغه وخت کې خبر ترلاسه کړ، چې د اصفهان په شمال لویديځ کې یو شمېر کورنیو د خوړود نه لرلو له امله ګواښ کړی، چې که محمود هوتک یې شکایت وانه ورې ټولوژنه به وکړي !؟
هغه وه چې د اصفهان پاچا میر محمود خپل سپه سالار امان الله خان له دری (۳۰۰۰) زره کسانو سره هلته ولېږل، چې له هغو کورنیو سره هر اړخیزه مرسته وکړي.
۹- لارنس لاکهارت هم د دې خبرې پخلی کړیدی، چې کله شاه محمود هوتک د اصفهان په تخت کیناست نو بیا یې خپلو پوځونو ته ووېل، چې له فرح اباد نه غلې دانې او د خواړو نور توکي د اصفهان هغه سیمو ته ولېږدوي چې د خواړو له ګواښ سره مخ دی.»[28]
۱۰- د اصفهان خلک چې ولږې او جګړې ګواښلي ول، دغه شېبې ورته غنیمت وې چې د جګړې ګواښ ورته نه وه او هم د خواړو توکي ورته راورسېدل، نو ځکه خو یو شمېر خلک به د محمود مبارکي ته راتلل او کله چې د اصفهان وګړي له دينه خبر شول، چې صفوي شاه حسین هغه په غېږ کې ونیو او د میر محمود سترګې يې ښکل کړې نو دوی هم پر همدې بنسټ هغه ته د سلطنت مبارکی ورکوله په دې تړاو کروسنسکي داسې کاږلي دي:
«پاچا (صفوي شاه حسین) خپل دولتي چارواکو ته مخ راواړوه، چې زه ستاسو پاچا وم اوس د تخت و تاج مالک امیر محمود دی او زه دده تر حکم لاندې شوم او دی زموږ او ستاسو پاچا دی . بیا یې دی خپل کور ته بوته پر تخت یې کیناوه .
یو افغان شیخ راغی د محمود او سلطان حسین په سر یې لاس کش کړ، بیا یې محمود ته دوعا وکړه او مبارکی یې ورکړه. ورپسې د عجمو خلک (موخه ترې ایرانیان دي) راغلل سر یې ورته ټیټ کړ، لمن یې ورته ښکل کړه ، د پاچاهي تاج یې د محمود په سرکېښود.»[29]
کروسنسکي ټینګار کړیدی، چې «د فرنګ بالیوزان» (د فرانسې، انګلیس او هالنډ سفیران) د پاچا اسقتبال ته رامخکې شول، په لاره کې پاچا ورېښمن ټوکران غوړولي ول ، د حرم خواجه سرایان، مشران، د پاچا نوکران په ادب او درناوی دده لیدلو ته راتلل، ځمکه به یې ښکل کړه او بیا به د خدمت ځاې کې ودرېدل ، په دغه وخت کې ډوډۍ او غوښه په کافي اندازه پیدا کېده.» (هماغه اثر ۱۰۵ مخ)
د اصفهان له نیولو وروسته، کوم جګړه ییز ګواښ چې افغان شهینشاه میر محمود هوتک ته پېښ شو، هغه د صفوي شاه حسین د زوی طهماسب د پلویانو شتون وو، چې په قزوین کې پاڅون وکړ.
شاه محمود هوتک د سپه سالار امان الله خان په مشرۍ خپل ځواکونه «قزوین» ته واستول ، خو طهماسب لا دمخه اذربایجان ته تښتېدلی و او په دې هیله چې له عثماني ترکې او روسې څخه د افغان پاچا محمود پر ضد پوځي مرسته تر لاسه کړي.
طهماسب په ۱۷۲۳ کال د سپتمبر په ۲۳ مه نېټه له روسې سره یو تړون لاسلیک کړ، چې د مرستې په بدل کې به روسې ته نه یوازې د کپکاس په شاوخوا کې یو شمېر موهمې سیمی ورکوي، بلکې د ګیلان، مازندران، ګرګان او د خزر د سمندرګی سهل ته پراته ټاپوګان هم به ورسپاري. خو پخوا تر دې چې تړون لاسلیک شي، د روسې پتر کبیر د [30]«اوراموف» په مشرۍ یو پلاوی شاه محمود هوتک ته واستوو.
د لاکهارت په اند: «اوراموف له پاچا محمود نه هیله وکړه، چې د ازبکانو او «لزکیانو» مخه ونیسي، ولې دا چې هغه سیمې دده په واک کې نه وې، نو وې نه غوښته چې مداخله وکړي.»[31]
عثماني ترکیې له یوې خوا خبرتیا ترلاسه کړه، چې د طهماسب پاملرنه د دوئ په پرتله روسې هېواد ته ډېره ده او له بلې خوا افغان ځواکونه د امان الله خان په مشرۍ هلته په «قزوین» کې مصروف دي ،نو دا ورته داندیښنې وړښکاره شوه .
د کروسنسکي د څرګندونو له مخې «قزلباشانو په پټه هغه افغانان چې د دوئ په کورونو کې د میلمنو په توګه استوګن ول له هغو څخه یې اوه زره (۷۰۰۰) افغانان ووژل.»[32]، خودغه شمېردمبالغې وړ دی !؟نو د دغو کړکېچونو له مخې عثماني ځواکونو همدان، ایروان، نخچوان او یو شمېر نورې سیمې لاندې کړي.
روسې او عثماني ترکې ولیدل چې صفویان نور د دې وس نه لري او نه ددې جوګه دي، چې بیا خپله سلطنتي دب دبه ورغا وي ، د همدې لامل له مخی دوئ د جولای په اتمی (۸) نېټې (۱۷۲۴ ز کال) د ایران د وېش یو تړون لاسلیک کړ. . . بل لور ته شاه محمود هم د واک په دي لنډه موده کې دومره ځواکمن شوی نه وه چې ټول ایران کابو کړي او د سختی یخنۍ له کبله میر اشرف هوتک او جنرال امان الله خان هم قزوین نه اصفهان ته راستانه شول.
ولی شاه محمود هوتک چې خبر شوچې شاوخوا اوه (۷۰۰۰) زره جنګیالي یې وژل شویدی، دې پېښې دده په اعصابو ډېره بده اغیزه وکړه… داسې انګېرنی هم شتون لري، چې اصفهان ته نږدې عباس پله ته څېرمه، چې دده کوم ځواکونه چې سین یو وړل او یا هم چې ده د اصفهان بوګنوونکی حالت ولید چې خلکو له ولګی سلګۍ وهلې، دده مزاج يې ګډوډ کړی وو او ان دا چې په خوب کې به ډارېده.
شاه محمود هوتک د قزوین د پېښی له امله چې دده اوه زره ځواکونه ووژل شو د انتقام او غچ اخستو په فکر کی شو.
د کروسنسکي د وینا له مخې چې ګنې محمود هم هغه رنګه ورته کار وکړ، لکه څرنګه چې قزلباشانو د شېعه ملایانو په لمسون او سپارښتنه افغانان پخپلو میلمستونو کې ووژل، نوځکه«محمود هم درې زره قزلباش میلمستیا ته حاضر کړل او د ګډواوپسونو په شان یې د قصاب له چړو تېر کړل.»[33]، چې دغه عمل هم دسلطان محمود هوتک په روحیاتوناوړه اغیزه وکړه … په پاې کې دا ټول هغه څه وو،چې دده دمرګ لامل شو.